د سعودي عرب وليهعد محمد بن سلمان وايي، ریاض په ورو، ورو له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو لوري ته نېږدې شوی دی.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۰مه له امریکايي ټېلېوېژن فاکس نیوز سره په مرکه کې دا هم وویل چې که ایران اټومي وسلې ولري نو سعودي عرب یې هم باید ترلاسه کړي.
محمد بن سلمان د اسراییلو په اړه وویل چې هره ورځ د اړیکو بهترولو لوري ته ورنېږدې کېږي، خو په خبره یې چې د فلسطین د مسلې هواری ورته ډېر مهم دی او دا باید حل شي.
نوموړي د ایران له لوري په احتمالي ډول د اټومي وسلو پر ترلاسه کولو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې که تهران داسې وسلې ولري نو ریاض یې هم باید د امنیت او په منځني ختیځ کې د ځواک د انډول ساتلو لپاره ترلاسه کړي.
ایران په بیا بیا د اټومي وسلو جوړولو تور رد کړی دی او وايي چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.