د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د اسیا جام کرکټ اتلولي وګټله


هندۍ لوبډله د سېپټېمبر پر ۱۷مه د اسیا جام تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
هندۍ لوبډله د سېپټېمبر پر ۱۷مه د اسیا جام تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

هند د اسیا جام کرکټ په پایلوبه کې سري لنکا ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه په کولمبو کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو او د کابل پر دوو بجو پیل شوه چې پکې لومړی بیټېنګ سري لنکا وکړ خو لوبډله یې له پیل راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ شوه.

د هند جسپیت بومرا په لومړي اوور کې کوشال پرېرا وسوځاوه، تر دې وروسته محمد سراج د سري لنکا بیټران لوبې ته پرې نه ښوول او شپږ وېکټې یې واخیستې. تر دې وروسته هاردېک پنډیا د سري لنکا درې لوبغاړي وسوځول.

د سري لنکا ټول لوبغاړي د ۱۶م اوور په پیل کې په ۵۰ منډو وسوځېدل.

په ځواب کې د هند شوبمن ګېل او ایشان کېشن ټاکلی هدف په اووم اوور کې پوره کړ. ګېل ۲۷ او کېشن ۲۳ منډې وکړې.

هندي بالر محمد سراج وويل په لومړي سر کې یې کوښښ کاوه چې تاوېدونکی بال (سوېنګ) وکړي. خو په وينا یې چې ژر وپوهېد چې په وېکټو مخامخ بال کول یا بهر ته د بال تاوول ګټه لري.

د هند لوبډلې مشر روهېت شرما تر سيالۍ ګټلو وروسته وويل چې په خپلو لوبغاړو وياړي. هغه وویل چې د باران له وجې له ژر ژر بدلېدونکي حالت سره ځانونه عیارول اسانه کار نه دی.

هغه د محمد سراج ستاينه وکړه او و یې ويل چې هغه ډېر خواریکښ لوبغاړی دی.

شرما وويل چې لوبډله یې د مشرانو او ځوانانو لوبغاړو يوه مجموعه ده چې د ضرورت په وخت يو یا بل لوبغاړی رامخته شوی او د بریا هدف ته د رسېدو کوښښ یې کړی دی.

د هند کولديپ يادو په دې لوبلړۍ کې ۹ وېکټې واخیستې او د اسیا جام تر ټولو غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

تر لوبې بايللو وروسته د سري لنکا لوبډلمشر داسون شانکا وويل چې تر پچې ګټلو وروسته یې لومړی بېټينګ ځکه غوره کړ چې فکر يې کاوه د هند پر وړاندې به ډېر رنز جوړ کړي.

هغه وویل، توپوهونکو یې په تخنيک لوبه و نه کړای شوه نو ځکه یې "ډېره مایوسوونکې ورځ" درلوده. البته نوموړي ځوان لوبغاړي وستايل چې د مشرانو لوبغاړو په نه شتون کې یې په دې لوبلړۍ کې ښه سیالۍ وکړې.

شانکا وويل چې له دې لوبلړۍ به بیا هم د مثبتو اړخونو راغونډولو کوښښ وکړي. هغه د سري لنکا کرکټ له مينه والو بښنه وغوښته او وعده یې وکړه چې بیا به یې دومره نه نهیلي کوي.

د سري لنکا لوبډلې روزونکي کرېس سېلورووډ تر ماتې وروسته وويل چې لوبغاړو یې تر خپلې وړتيا خراب لوبه وکړه. هغه زیاته کړه، "دې لوبې ګڼې او سختې پوښتنې راپورته کړې دي. زه به پرې له اړوندو روزونکو، د لوبډلې غوره کوونکو او لوبغاړو سره بحث کوم. د هند لوبډلې بهترينه لوبه وکړه او محمد سراج خو تر ټولو ښه وو. ما له خپلې سري لنکايي لوبډلې چې په ټوله لوبلړۍ کې یې ښه کرکټ کړی وو، د دومره بدې لوبه تمه نه درلوده."

هند دا اتلولي په داسې حال کې ګټلې چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه د څلور غوره لوبډلو په وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې بنګلادېش ورته په شپږو منډو ماتې ورکړې وه.

تر دې مخکې هندۍ لوبډلې د اسیا جام ټولې سیالۍ ګټلې وې.

هندۍ لوبډله تر دې مخکې ۱۰ ځلې د اسیا جام پایلوبې ته لاره موندلې او دا یې اتم ځل دی چې هغه اتلولي ګټي.

سږ کال د اسیا جام په ۵۰ اووره سیالیو کې شپږو لوبډلو برخه واخیسته چې ورڅخه یې افغانستان او نیپال په لومړي پړاو او پاکستان او بنګلادېش په دویم پړاو کې له اتلولۍ (ټورنامېنټه) بهر شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG