خالد ملک: سندرغاړي د سندرو زياتو لګښتونو پرېشانه کړي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی خالد ملک دی. نوموړی اصلاً د صوابۍ دی خو په پېښور کې لوی شوی او هم له هغه ځايه يې د هنر پيل کړی دی. د ملک يوشمېر سندرې مشهورې شوې دي. دی البته وايي چې اوسمهال د يوې سندرې په جوړولو لږترلږه ۵۰،۰۰۰ روپۍ لګښت کېږي او په خبره يې چې پښتانه سندرغاړي له دې امله پرېشانه دي. د خالد ملک دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی