د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن په "جي۲۰  سرمشریزه" کې د ګډون لپاره هند ته روان شوی


نړۍ د شتمنو هېوادونو جي ۲۰ سرمشریزه د سېپتمبر له نهمې په هند کې پیلیږي ـ پخوانی انځور.
نړۍ د شتمنو هېوادونو جي ۲۰ سرمشریزه د سېپتمبر له نهمې په هند کې پیلیږي ـ پخوانی انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړۍ د شتمنو هېوادونو ( جي ۲۰) په سرمشریزه کې د ګډون لپاره هند ته د تګ پر مهال ویلي، سرمشریزه به د چین او روسیې د مشرانو د نه شتون باوجود پرمختګ کوي.

د هند په نوي ډیلي کې د سېپتمبر پر نهمه د جي ۲۰ غونډه پيلېږي. په غونډه کې د ګډون لپاره جو بایډن نن (د سېپتمبر پر اتمه) هند ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ډله په اوکراین کې د روسیې له جګړې څخه د ماحولیاتي بدلون پورې په ډیرو مسلو ویشل شوې ده او هېوادونه لا تر اوسه په نوي ډیلي کې د غونډې لپاره په حتمي بیانیه موافقې ته نه دي رسیدلي.

ولسمشر جو بایډن د سېپټمبر پر اتمه پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټویټر وو، ولیکل چې هغه د امریکايي لومړیتوبونو پر مخ بوتللو او پرمخ تلونکو هېوادونو سره په مرستو متمرکز دی. نوموړي د یو فورم په توګه جي۲۰ ته خپله ژمنتیا وښووله او ویې ویل چې دا ډله نتیجې ښوولې شي.

۸۰ کلن امریکايي ولسمشر به د سېپټمبر په ۱۰مه ویتنام ته هم سفر وکړي چیرې چې تمه کیږي هغه، د مخ په زیاتیدونکي چینایي اغیز په شا د تمبولو لپاره له خپل پخواني دښمن هېواد سره اړیکې ښه کړي.

د چین ولسمشر شي جينپېنګ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

بیجینګ دلیل نه دی ښودلی خو ویلي یې دي چې لومړی وزیر لی کیانګ به په غونډه کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین جګړې له کبله د روسیې او لویدیځ اړیکې خرابې دي. کرېملین د سېپټېمبر پر اوومه وویل چې ولسمشر ولادمیرپوتین غونډې ته د ویډیويي وینا پلان هم نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG