خورشید عالم صابر وايي خپلو سندور ته ویډیو جوړول ورته ګران دي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه سندرغاړی خورشيد عالم صابر دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مردان د بخشالي کلي دی. ۵۳ کلن صابر د خپل ژوند زياتره وخت د عربي هېوادونو په مساپرۍ کې تېر کړی او اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې کار روزګار کوي. صابر وايي، يوشمېر کمپوزونه يې د مشهورتيا وړ وي، خو دی يې ولس ته په ويډيويي بڼه د وړاندې کولو په چل نه پوهېږي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی