د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان وايي "۳ مشکوک ترهګر" یې وژلي دي


د افغانستان سره پر پوله، يو تاجک سرتيري څار کوي - انځور له ارشيفه
د افغانستان سره پر پوله، يو تاجک سرتيري څار کوي - انځور له ارشيفه

د تاجکستان چارواکو ادعا کړې چې د یوې "ترهګرې ډلې" درې غړي یې وژلي چې له ګاونډي هېواد افغانستان څخه هغه هېواد ته ورداخل شوي ول.

د پېښې خبر د سيپتمبر پر شپږمه، د GKNB په نوم د امنیتي خدماتو ادارې ورکړی دی. په تاجکستان کې سږ کال دویمه دا ډول پېښه ده.

د خبر ترمخه، د تاجکستان چارواکيو ادعا کړې چې درې کسان د اګست پر ۳۰ مه شپې مهال له پولې تېر شول او غوښتل یې "د تاجکستان له ملي رخصتۍ مخکې، د سېپټمبر پر ۹ مه حمله وکړي."

دغه درېواړه چې د تاجکستان اوسېدونکي بلل شوي، د سېپتمبر پر پنځمه سهار وختي ووژل شول. په افغانستان کې واک ته د طالبانو راتګ په تاجکستان کې د بې ثباتۍ ویره پیدا کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG