د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ وايي، کېم جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره ګوري


دواړو مشرانو تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ز کال کې هم سره کتلی ول: انځور له ارشیفه
دواړو مشرانو تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ز کال کې هم سره کتلی ول: انځور له ارشیفه

سپینې ماڼۍ ویلي چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو په اړه مذاکرات د پرمختګ په لور روان دي او تمه ده چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې اېدریېن واټسن د سیپتمبر پر څلورمه ویلي، هغوی داسې معلومات لري چې کېم جونګ اون د دې مذاکراتو د دوام تمه لري او په دې کې به په روسیه کې د مشرانو په کچه ډيپلوماټیکې خبرې هم شاملې وي.

بلخوا نیویارک ټایمز په یو راپور کې ویلي، داسې څرګندېږي چې کېم جونګ اون به روانه میاشت د روسیې ولادي وستوک سیمې ته ولاړ شي چې له ولسمشر پوتین سره وګوري.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ ویلي ول چې روسیه له پیانګ یانګ سره د وسلو ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي چې مسکو دغه وسلې په اوکراین کې د جګړې لپاره وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG