د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځي هيلي کاپټر لوېدو ۳ سرتيري وژلي دي


د پاکستان د سمندري ځواکونو هيلي کاپټر - انځور له ارشیفه
د پاکستان د سمندري ځواکونو هيلي کاپټر - انځور له ارشیفه

د پاکستان سمندري ځواک وايي چې د بلوچستان په ګوادر کې یې د هیلي کاپټر پریوتو پېښه کې درې سرتیري وژل شوي دي.

سمندري ځواک نن د سيپتمبر پر څلورمه جاري کړي بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې د دې ځواک دوه افسران او یو سرتيري شامل دی. بیان زیاتوي چې سمندري ځواک د پېښې پلټنې پیل کړې دي خو داسې ښکاري چې دا هیلي کاپټر د تیکنيکي وجوهاتو په نتیجه کې لوېدلی وي.

په بلوچستان صوبه کې تېر کال هم د اګست په دويمه د پاکستان د پوځ د يو هيلي کاپټر غورځېدلو پېښه شوې وه چې پکې د لیفټننټ جنرال سرفراز علي په ګډون سپاره ټول شپږ پوځي افسران مړه شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG