بلال شفقت وايي، شپېلۍ د نړۍ تر ټولو ګران ساز دی
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی شپېلۍ يا فلوټ غږوونکی بلال شفقت دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې شاوخوا ۷۰ کاله مخکې له لاهوره پېښور ته کډه شوې ده. د شفقت د کورنۍ يوشمېر کسان بېلا بېل سازونه غږوي او شاګردان هم روزي. د شفقت په خبره، د سيمې له تقريباً ټولو نومياليو سندرغاړو سره يې په سټوډيو کې او يا هم پر سټيج په شپېلۍ همکاري کړې ده. دی دعوه کوي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې يې د پښتو په سلګونه زره سندرو کې شپېلۍ غږولې. د نوموړي دا خبرې او غږولې ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی