د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو څار سازمان: چین په سېنکیانګ کې له مسلمانانو سره ناوړه سلوک کوي


د چین د سېنکیانګ سیمې مسلمانان: انځور له ارشیفه
د چین د سېنکیانګ سیمې مسلمانان: انځور له ارشیفه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د چین په شمال لویدیځه سیمه سېنکیانګ کې د اویغور او نورو ترک توکمه مسلمانانو حقونو تروړلو ته دوام ورکړی چې دا اقدام د انسانیت ضد جرم دي.

د هیومن رایټس واچ د اسيا څانګې مشرې مايا وېنګ د اګست پر ۳۱مه په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي: "د تېر کال راپدېخوا چينايي چارواکو خپلو سختو او ځورونکو پالیسیو ته دوام ورکړی او د اويغور او نورو ترک (توکمه) مسلمانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د انسانیت خلاف جرمونو باندې غلې پاتې نه شي."

د چين حکومت د ۲۰۱۷ م کال راهيسې د اويغور، قزاق، قېرغېز او د سېنکیانګ د نورو ځايي نسلي ډلو پر ضد پراخ او سېسټامېټیک جرمونه کړي دي. په دې کمپاين کې د هغوی په زوره په ډله ییزو حراستي مرکزونو کې ساتل کېدل شامل دي.

د هیومن رایټس واچ دا ارزونه یو کال وروسته له هغې مخې ته راغلې چې مخکې ملګرو ملتونو هم په سېنکیانګ کې د چین د حکومت لخوا د بشري حقونو سرغړونو په اړه یو راپور خپور کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې شاوخوا دوه میلیونه اویغور، قزاق او د سېنکیانګ د نورو توکمیزو ډلو غړي چې اکثره یې مسلمان دي حراستي مرکزونو ته وړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG