د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ له طالبانو غوښتي چې ایرانی خبریال خوشې کړي


یوشمېر انځورګران او خبریالان په کابل کې د ښځو د یوې مظاهرې ویډیو جوړوي - پخوانی انځور.
یوشمېر انځورګران او خبریالان په کابل کې د ښځو د یوې مظاهرې ویډیو جوړوي - پخوانی انځور.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) پر طالب چارواکو غږ کړی چې ایرانی خبریال محمد حسین ولایتي خوشې کړي او په افغانستان کې د خبریالانو ځورول ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو د اګست پر ۱۹مه د ایران د نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس انځورګر (فوټوګرافر)، ایران ته تر الوت وړاندې د کابل پر هوايي ډګر ګرفتار کړ.

سي پي جې د اګست پر۲۲مه پر خپله ووبپاڼه د سرچینو له قوله ویلي چې ولایتي پر ۱۰ ورځني شخصي سفر افغانستان ته تللی وو او چارواکو تر اوسه د هغه د ګرفتارۍکوم دلیل نه دی په ډاګه کړی.

د کمېټۍ د اسیا د څانګې مشرې بې لي يي په بیان کې ویلي چې د محمد حسین ولایتي نیول په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته وروستۍ ګوزار دی. نوموړې زیاته کړې چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې د رسنیو د ځپلو هڅې ګړندۍ کړې دي.

د طالبانو حکومت لا په دې اړه خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د کمېټۍ په وینا، طالبانو په روانه میاشت کې لږترلږه پینځه نور خبریالان هم په دې تور نیولي چې له بهرنیو رسنیو سره کار کوي او په هېلمند کې یې پر راډیو د ښځو د غږ پر خپرولو هم بندیز لګولی دی.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر واکمنېدو راهیسې طالبانو پر رسنیو بندیزونه زیات کړي دي. سي پي جې پر طالبانو غږ کړی چې د خلکو د وېرولو کیمپېن ودروي او په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG