طاهر فېروز وايي د کیسټونو سندرې تر ډېجېټل هغو زياتې خوندورې وې
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د بلوچستان د کوټې يو پېژندلی سندرغاړی طاهر فېروز دی. نوموړی په پښتو ادبياتو کې ماسټري لري. د ده په وينا، د سندرو پيل يې د پاکستان راډيو له کوټې څانګې کړی. وروسته يې د ټېلېويژن پروګرامونو ترڅنګ يوشمېر کیسټونه هم خپاره کړل. فېروز له يوه ځايي اېف اېم راډيو سره د يوې هنري خپرونې د کوربه په توګه هم کار کوي. نوموړی زياتوي، د اوسنيو ډېجېټل سندرو خوند د کیسټونو هغو ته نه رسي. د ده دا خبرې او سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی