د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې په داغستان کې چاودنې ۳۰ کسان وژلي


په مخاچکلا کې تر چاودنې وروسته اور لګېدلی دی
په مخاچکلا کې تر چاودنې وروسته اور لګېدلی دی

د روسیې د داغستان سیمې په مخاچکلا ښار کې، یوې زورورې چاودنې د تېلو یو پمپ ویجاړ کړی او لږ تر لږه ۳۰ کسان یې وژلي دي.

د داغستان د روغتیا وزیر وايي، په وژلو شویو کې لږ تر لږه، دوه ماشومان هم شامل دي او ۷۵ نور کسان ژوبل شوي دي. په سملاسي ډول د اګست پر ۱۵مه د شوې چاودنې علت نه دی په ډاګه شوی.

پر ټیلیګرام خپرو شویو ویډیوګانو کې ژوبل کسان په چورلکو کې روغتونونو ته د لېږدولو په حال کې ښودل کېږي. د روسیې د بیړنیو چارو وزارت ځیني سخت ژوبل کسان په یوه ځانګړې الوتکه کې سرښار مسکو ته لېږدولي دي.

د پلټونکو ادارو د لومړنیو معلوماتو له مخې پرون شپه د لسو بجو پر مهال د تېلو یوه سټیشن ته نږدې د موټر جوړولو په یوه ورکشاپ کې د یو ګاډي د ترمیم پر مهال، اور ولګېد چې نږدې د تېلو پمپ ته پسې وغځېد او هلته یې چاودنه رامنځته کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG