د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې وسله والو یو ځايي قبایلي مشر ملک حبیب شوبيخېل وژلی

Czech Republic (October 17, 2016): Tank Map. ټانک
Czech Republic (October 17, 2016): Tank Map. ټانک

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې پوليس وايي چې د اګست پر ۱۱مه په منزۍ سیمه کې وسله والو يو قبایلي‌ مشر ملک حبیب شوبيخېل له خپل پولیس ساتونکي سره په ډزو وژلی دی.

د ټانک د پوليسو مشر وقار احمد د اکست پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې مخ پټو موټر سايکل سپرو وسله والو لومړی د ملک حبيب ساتونکی وژلی او بیا یې تښتولی دی.

دوي وايي، "دی کور ته روان وو چې موټر سايکل سپرو يې لومړی پولیس ساتونکی وواژی او بیا يې ملک حبيب وتښتاوه، خو په لار کې پرې د پوليسو شک شو او ورپسې شو ، موټر سايکل سپرو پر پوليسو هم ډزې وکړې خو بیا جنډولې سړک سره د ملک حبیب مړی پروت وو."

پولیس وايي پلټنې يې پیل کړې دي. بلخوا په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مشر زوهيب پښتين ويلي چې په سیمه کې د هدفي وژنو د مخنيوي او د امنيت ذمه واري د حکومت او پوځ ده او بايد دوي خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

تر دا مهال د ملک حبيب د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG