جلال خان یوسفزی وايي د نوي نسل لپاره د موسیقۍ زده کړو انتظام اړین دی
د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې مو سندرغاړی جلال خان یوسفزی مېلمه دی. نوموړی د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی، د پېښور له اېډورډز کالج او پوهنتونه یې زده کړې دي او د سندرو ویلو تر څنګ په اسلام اباد کې وکالت هم کوي. په خپرونه کې له یوسفزي سره د هغه پر ژوند او هنر غږېدلي یو او سندرې یې هم درخپروو. بشپړه خپرونه واورئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی