د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په ټرافیک کې د وژل شوي پرتګالي وګړي په اړه له هغه هیواد سره تماس نیولی


دا تصویر د هغه له فیسبوک پاڼې اخیستل شوی دی چې ده په ایران کې اخیستی وو.
دا تصویر د هغه له فیسبوک پاڼې اخیستل شوی دی چې ده په ایران کې اخیستی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه هیواد کې د پرتګال له سفارت سره په بلوچستان کې د یو پرتګالي سیلاني د مړینې په اړه رابطه کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو لېږلي خط کې غوښتنه وکړه چې په چاغي سیمه کې د نونو میکګیل ویلاو کستاننیره په نوم د یو پرتګالي سیلاني په یوه ټرافیکي پېښه کې تر وژل کېدو وروسته د هغه د مړي په اړه د پرتګال له سفارت سره تماس و نیسي.

د بلوچستان په چاغي کې د اګست پر درېیمه د پرتګال یو ۲۸ کلن وګړی په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو. هغه له ایرانه پر موټر سایکل پاکستان ته ورداخل شوی وو چې هلته یې موټرسایکل د یو ایراني زمباد موټر سره ټکر شو. هغه ګاډیو کې عموماً له ایران نه پاکستان ته خوراکي شیان او تیل قاچاقېږي.

د چاغي مرستیال کمشنر حسین جان بلوڅ د مشال راډيو د ټيليفون ځواب ور نکړ خو په دالبندین کي ځایي خبریالانو مشال راډیو سره په خبرو کې د پېښې پخلی وکړ.

د پرتګالي وګړي مړی د اګست پر څلورمه د کوټې سېول هسپتال ته ورسول شو چې دا وخت هلته په سرد خانه کې پروت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG