د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان د کرکټ خپلمنځي لوبې کوي‌


پاکستان او افغانستان تر اوسه په بېلا بېلو وختونو کې له یو بل سره څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ټولې پاکستان ګټلې دي. (انځور له ارشيفه)
پاکستان او افغانستان تر اوسه په بېلا بېلو وختونو کې له یو بل سره څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ټولې پاکستان ګټلې دي. (انځور له ارشيفه)

د افغانستان او پاکستان تر مينځ د کرکټ د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره نیټې په ډاګه کړل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د جولای پر ۳۱مه اعلان وکړ چې د اګست میاشتې په ورستیو کې به له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې سیالۍ به د سري لنکا هېواد په دوو بېلا بېلو لوبغالو کې د اګست پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.

د یادې ادارې په وینا چې د دې سیالیو کوربتوب د افغانستان کرکټ بورډ پر غاړه دی.

افغانستان تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو، هندوستان او قطر کې د خپلو مېلمه لوبډلو کوربتوب کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې په سري لنکا کې کوربتوب کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي،‌ " لومړۍ دوه سیالۍ به د مهالوېش له مخې په همبنټوټا او درېيمه او وروستۍ سیالۍ به په کولمبو کې ترسره شي."

د یادو سیالیو په تړاو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس میرویس اشرف له خولې لیکل شوي چې ملي لوبډلې په دې وروستیو کې په نړیواله کچه ښې لاسته راوړنې درلودې چې د بنګلا دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ګټل یې څرګند مثال دی.

نوموړي زیاته کړې چې له اسیا جام او نړیوال جام مخکې افغان لوبډله هغه لوبډله ده چې په اسیایي موسم کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړې دي.

د ده په وینا، لومړی یې له سري لنکا سره په سري لنکا کې، بیا له بنګلادېش سره په بنګلادېش او اوس د پاکستان پر وړاندې په سري لنکا کې لوبېږي.

میرویس اشرف زیاته کړې، دوی هیله من دي چې دا لوبې به د را روانو لویو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په چمتووالي کې مهم رول ولوبوي.

د ویلو ده چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.

پاکستان او افغانستان تر اوسه په بېلا بېلو وختونو کې له یو بل سره څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ټولې پاکستان ګټلې دي.

پاکستان کرکټ بورډ هم په دې اړه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې لوبډله به یې د اګست له ۱۷مې تر ۲۷مې په سري لنکا کې وي.

خبرپاڼه زیاتوي‌ چې پاکستانۍ لوبډله به د افغانستان پر وړاندې د درو یو ورځنیو لوبو ترسره کولو وروسته د اګست پر ۲۷مه د اسیا جام لوبو لپاره پاکستان ته ستنېږي.

ټاکل شوې چې د کرکټ اسیا جام د اګست له ۳۰مې د سېپټېمبر تر ۱۷مې په پاکستان او سري لنکا کې ترسره کېږي.

د ټورنامنټ لومړۍ لوبه به د پاکستان او نیپال ترمينځ په ملتان کې وي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سېپټېمبر پر درېيمه د بنګلادېش پر وړاندې په لاهور کې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG