د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افریقايي هیواد نایجر کې کودتا، د پوځ مشر واک په لاس کې اخیستی


د پوځ ویاند عمادو عبدرماني ویلي، اساسي قانون معطل شوی او جنرال عبدالرحمن چیاني د هیواد واکمن دی.
د پوځ ویاند عمادو عبدرماني ویلي، اساسي قانون معطل شوی او جنرال عبدالرحمن چیاني د هیواد واکمن دی.

په نایجر کې یاغي پوځیانو له کودتا وروسته خپل سرلښکر جنرال عبدالرحمن چیاني د حکومت نوی مشر اعلان کړی دی.

سره له دې اندیښنې چې سیاسي کړکېچ کولی شي د جهادي ډلو پر ضد د نایجر مبارزې ته خنډ جوړ شي او په لویدیځه افریقا کې د روسیې نفوذ زیات کړي، پوځي جرنیل د قامي او نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده.

پرون (د جولای په ۲۸مه) د پوځ یو ویاند عمادو عبدرماني په سرکاري ټیلي ویژن په یوه وینا کې وویل چې اساسي قانون معطل شوی او جنرال عبدالرحمن چیاني د هیواد واکمن دی.

د راپورونو له مخې له کله نه چې د ولسمشر محافظینو ولسمشر محمد بوزام ګرفتار کړی، نو د نایجر د پوځ مختلفې ډلې د کنټرول لپاره په جګړه بوختې وې. بوزام له فرانسې څخه د نایجر له ازادۍ وروسته، دوه کاله وړاندې د لومړي جمهوري او د واک د سوله ییزه انتقال له لارې ولسمشر ټاکل شوی وو.

په نیامي کې د کودتا پلویان د قامي اسمبلۍ مخې ته ولاړ دي.
په نیامي کې د کودتا پلویان د قامي اسمبلۍ مخې ته ولاړ دي.

نایجر د افریقا په سویل کې د القاعدې او اسلامي دولت ډلې پورې تړلو جهادیانو سره د مبارزې په هڅو کې د غرب لپاره د وروستي باوري ملګري په توګه لیدل کیږي. په دې سیمه کې روسیه او مغربي هیوادونه د سختدریځۍ پر وړاندې مبارزه کې د نفوذ لپاره سیالي کوي. فرانسه په هیواد کې ۱۵۰۰ سرتیري لري چې د نایجر له ځواکونو سره په شریکه عملیات ترسره کوي او امریکا او اروپایي هیوادونو د دې هیواد د سرتیرو په روزنه کې مرسته کړې ده.

کودتا د نړیوالې غندنې لامل شوه او د لویدیځ افریقا سیمه ییز ګروپ ECOWAS، چې نایجر هم پکې شامل دی او په هیواد کې د جمهوري حکومت د بیرته راوستلو په هڅه کې یې مشري کړې، د اتوار په ورځ (د جولای په ۳۰مه) د نایجیریا په پلازمینه ابوجا کې بیړنۍ غونډه غوښتې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا "په غیرقانوني ډول د ایني حکومت د بدلولو" هڅې په کلکه غندلې دي. شورا په یو بیان کې چې د روسیې او امریکا په ګډون د ټولو ۱۵ غړو لخوا موافقه شوې، د بازوم د "سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو" غوښتنه کړې او په سیمه کې یې د کودتاګانو په منفي اغېزو، د ترهګریزو فعالیتونو په زیاتوالي او خراب ټولنیز او اقتصادي وضعیت يې د اندیښنې څرګندونه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG