د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران دوه افغان وګړي اعدام کړل


ارشیف
ارشیف

ایران د جولای پر اتمه هغه دوه افغان وګړي اعدام کړل، چې په اکتوبر میاشت کې د شاه‌ چراغ په نوم د شیعه ګانو پر یوه زیارت په حمله کې دخیل بلل شوي وو.

فارس او ایسنا خبري اژانسونو ویلي، محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي نن سهار په شېراز کې په عام محضر کې اعدام شوي دي.

پر شاه‌ چراغ زیارت په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو او تر شلو زیات نور ټپیان شوي وو او مسوولیت یې هم داعش ډلې منلی و.

ایراني چارواکو د هغې حملې په پیل کې ویلي وو، چې دا حمله یوه سړي کړې او هغه هم د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG