د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې هوایي ډزو خلک اندېښمن کړي دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې هوایي ډزو د سیمې خلک اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په جمرود، باړه او لنډي کوتل کې په تېرو دوه اونیو کې د هوایي ډزو له امله ځینو کسانو ته تاوانونه اوښتي دي.

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي د جولای پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د هوایي ډزو د مخنیوي په اړه د پوهې زیاتولو مهم یې پیل کړی او د خلاف ورزۍ په صورت کې به د ککړو کسانو پرضد اېف ای ار هم درجوي.

د خیبر ضلعې ځایي مشرانو پر ولس هم غږ کړی چې د خپلو ودونو او خوشالیو لمانځلو پر مهال دې له هوایي ډزو ډډه وکړي. د باړې ویلېج کونسلر زاهد خان اپریدي مشال راډیو ته ویلي، هوايي ډزې کول یو غیرقانوني عمل دی او باید مخنیوی یې وشي.

هغه وايي:

" دا هغه قتل دی چې قاتل یې نه وي معلوم، چې د چا په سر راپرېووځي هغه یی ښکار شي، دا کسان چې هوایی ډزې کوي دوی خپلې روپۍ هم ضایع کوي او بل انسان ته هم زیان اړوي، پکار ده د دې لپاره سخت نه سخت قوانین جوړ شي او عمل پرې وشي. "

د خیبر ضلعې د مرکزي روغتون د رېکارډ له مخې په دې تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۰ ماشومان د هوایي ډزو په پېښو کې ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG