د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: اسلامي هیوادونه دې په سویډن کې د قران سوځونې ضد غږ پورته کړي


شهباز شریف د جولایي پر شپږمه په اسلام اباد کې د پارلېمان ګډې غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
شهباز شریف د جولایي پر شپږمه په اسلام اباد کې د پارلېمان ګډې غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزیراعظم پر اسلامي هیوادونو غږ کړی چې په سویډن کې د قران پاک د بې حرمتۍ پرضد په ملګرو ملتونو او نورو ټولو نړیوالو ادارو کې خپل اواز اوچت کړي.

شهباز شریف دا څرګندونې د جولایي پر شپږمه په اسلام اباد کې د پارلېمان ګډې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي وویل، دا اقدام ځکه ضروري دی چې په راتلونکې وخت کې څوک د داسې ګام پورته کولو جرات پیدا نه کړل شي.

ده د اسمبلۍ سپیکر ته په اشاره وویل، " تاسو ته خواست کوم چی یوه کمیټۍ جوړه کړئ چې په راتلونکي کې د داسې خراب حرکت د خاتمې لپاره سپارښتنې جوړې کړي."

شهباز شریف زیاته کړه چې نه یوازې به د پاکستان بلکې نړیوالو ادارو ته به هم هغه سپارښتنې رسوي چې د ده په وینا داسې پېښې بیا تکرار نه شي.

د پاکستان وزیراعظم په خپله وینا کې دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش سره به اړیکه نیسي او ورنه به غواړي چې پر دې موضوع دې غونډه را وبلي.

د ده په وینا، په هغه غونډه کې دې د اسلامي هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړي چې د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې د رامنځ ته شوې دې پېښې په اړه خپل دریځ نړۍ ته ښکاره کړای شي.

بل پلو، د پاکستان د پارلېمان په شریکه غونډه کې منظور شوي قرارداد له اړوند نړیوالو ادارو او ریاستونو غوښتنه شوې چې د مذهبي شخصیتونو، مقدسو کتابونو او عبادت ځایونو د بې حرمتۍ د مخنیوي لپاره دې اقدامات وکړي.

د پېښور وکيلانو سويډن کې د قران مجيد نسخې سوځولو خلاف احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:31 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د جولايي پر اوومه په پاکستان کې د قران مجید د تقدس ورځ لمانځل کېږي. وزیراعظم شهباز شریف امر کړی چې د جمعې تر لمانځه وروسته دې د یادې پېښې پرضد احتجاج وکړای شي.

د پاکستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو په سویډن کې د قران سوځونې پېښه غندلې او دا یې په څرګنده توګه له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.

د سویډڼ پولیسو په څو ځله د مسلمانانو ضد احتجاج کوونکو ته د مظاهرو له اجازت ورکولو انکار کړی خو عدالت هغوی ته ویلي چې څوک له احتجاج کولو ګرځول د بیان ازادۍ حق تر پښو لاندې کول دي.

XS
SM
MD
LG