د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسرت هلالي د سپریم کورټ د قاضیې په توګه وګمارل شوه


مېرمن هلالي د پاکستان دویمه قاضیه ده چې د هېواد پر دې مهم منصب ټاکل کېږي: انځور له ارشیفه
مېرمن هلالي د پاکستان دویمه قاضیه ده چې د هېواد پر دې مهم منصب ټاکل کېږي: انځور له ارشیفه

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د پېښور های کورټ د مشرې قاضيې مسرت هلالي د سپريم کورټ د ججې په توګه د ګمارولو منظوري ورکړې ده.

د جولای پر پینځمه د دې هېواد د قانون او انصاف ادارې يو رسمي خط خپور کړی چې يو نقل يې مشال راډيو هم ترلاسه کړی دی. په دې کې لیکل شوي چې له سوګند پورته کولو سره سم به مسرت هلالي په سپریم کورټ کې د ججې په توګه کار پیل کړي.

جسټس مسرت هلالي د روان (۲۰۲۳ز) کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د پېښور های کورټ د ځای ناستې مشرې قاضيې په توګه دنده تر سره کوله چې د مې پر اتمه نېټه ولسمشر په مستقله توګه د یاد عدالت چیف جسټس وټاکله. مېرمن هلالي لومړۍ ښځه ده چې د پېښور های کورټ د مشرې قاضيې په توګه ټاکل شوې وه.

د اې پی پي اژانس په خبره، هغه د پاکستان دویمه قاضیه ده چې د هېواد د یوه های کورټ چیف جسټسه کېږي.تر هلالي مخکې طاهره صفدر د پاکستان لومړۍ ښځه ده چې د بلوچستان های کورټ مشره قاضیه وټاکل شوه. د بلوچستان های کورټ پر ووبپاڼه راغلي چې طاهره صفدر د ۲۰۱۸ز کال د سېپټېمبر له پیله د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر تر څلورمې پورې د هغه عدالت مشره قاضیه وه.

پېښور های کورټ پر خپله ووبپاڼه د مسرت هلالي لنډ ژوند لیک خپور کړی دی چې پکې راغلي چې هغه په ۱۹۶۱ز کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه او د پېښور پوهنتون له خیبر لا کالج (د قانون پوهنځي) څخه یې د وکالت ډګري ترلاسه کړه.

تر دې وروسته هغې تر اوږدې مودې پورې د وکیلې په توګه دنده ترسره کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG