د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر کې يو پوځي چارواکی او اسلام اباد کې يو پوليس وژل شوی دی


Khyber-Gate
Khyber-Gate

د خېبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر مینځ نښته کې یو پوځي چارواکی وژل شوی دی.

د خیبر د اېف سي ځواک یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن (د جولای پر شپږمه )مشال ریډيو ته وویل چې د جولای پر پنځمه ناوخته د جمرود په غونډي کې په پېښه کې یو پوځي افسر میجر عبدالله وژل شوی دی.

هغه وویل چې دا نښته هغه وخت وشوه چې کله اېف سي ځواک او پوځي افسرانو په جمرود کې په خفیه اطلاع د یوه مطلوب وسله وال خلاف د لټون عملیات کول. له پېښې وروسته په غونډي سیمه کې په یوه ودانۍ کې موجود وسله وال په تېښته بریالي شوي دي.

د پېښې ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په ګډون په خیبر ضلع کې په دې وروستو کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

اخوا د پاکستان په مرکزي ښار اسلام اباد کې پرون (د جولای پر پنځمه) شپې مهال د ناپېژندل شویو وسله والو په برید کې یو پولیس اهلکار وژل شوی دی.

د اسلام اباد پولیسو پرون مشال راډيو ته وویل چې وژل شوی پولیس انصر محمود نومېدو او د ایس پي هیډکوارټر په دفتر کې یې د اردلي (خدمتګار) په توګه دنده تر سره کوله. پېښه د اسلام اباد پر ای جي پي روډ شوې ده.

پولیس وايي چې د ډزو د پېښې خبر په ترلاسه کېدو سمدستي د سيمي پوليس، د سيمه یيزې انتظاميې او د نورو متعلقه ادارو افسران او چارواکي د پېښې ځای ته ورسیدل خو بریدکونکي په تېښته بریالي شول. پولیسو وویل چې په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.

د پولیسو د دغه سپاهي د وژلو ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG