د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او بنګله دېش سبا د کرېکټ یوورځنۍ لوبه کې مخامخ کېږي


افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال: انځور له ارشیفه
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال: انځور له ارشیفه

په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګلدېش سره د یوورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ هغه سبا (د جولای پنځمه) وکړي.

دا لړۍ د چاتوګرام ښار د کرکټ په سټېډیوم کې پلان شوې، سبانۍ لوبه د پېښور په وخت د ماسپښین په یوه بجه پیلېږي.

د دې لړۍ دوهمه لوبه د راروانې شنبې په ورځ (د جولای په اتمه) او دریمه د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۱مه) په پام کې دي.

افغانستان او بنګلدېش به د جولای په ۱۴مه او ش۱۶مه دوه ش۲۰ اووریزې سیالۍ هم وکړي.

د کرکټ په نړیوال جام کې به چې د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي هم د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه د بنګلدېش پر وړاندې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG