د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري وايي اسلام اباد او ټوکیو په ګڼو څانګو کې په ګډه کار کولو ته رضا شوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

پاکستان او جاپان د تجارت، سرمايه کارۍ او معلوماتي ټېکنالوجۍ پشمول په مختلفو څانګو کې د دوه اړخيزه همکارۍ په لا زياتولو اتفاق کړی دی.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جولای پر درېیمه د جاپان په سرښار ټوکیو کې د خپل جاپاني سیال هایشي یوشیماسا سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه. هغه وویل، دواړه لوري سلا شوي چې د ولسونو تر مینځ دې اړيکې پياوړې شي او د دې تر څنګ دواړو خواوو د بشري منابعو د پراختیا، سیاحت او کرهڼې په برخو کې هم د همکاریو پر پراختیا موافقه وکړه.

د پاکستان سرکاري راډيو لیکي چې د دواړو هيوادونو د خارجه چارو وزیرانو تر مینځ په پاکستان کې د جاپاني شرکتونو لخوا د یو شمېر ګډو پروژو په اړه هم بحث وشو.

بلاول بوټو زرداري د جولای له لومړۍ نېټې د جاپان په سفر دی. هغه ټوکيو ته د خپل جاپاني سیال هايشي يوشيما په بلنه ورغلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG