د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د مځکې پرسر شخړه کې دوه تنه وژل شوي


د میرلي تحصیلدار غني رحمان مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د جون پر ۲۷مه رامنځ ته شوې ده.
د میرلي تحصیلدار غني رحمان مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د جون پر ۲۷مه رامنځ ته شوې ده.

د شمالي وزیرستان د میرلي په زیرکي کلي کې د دوو قبیلو ترمنځ په نښته کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپي شوي دي.

د میرلي تحصیلدار غني رحمان مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د جون پر ۲۷مه رامنځ ته شوې ده.

ده وویل چې په زخمي شوو کې دوې ښځې هم شاملې دي. نوموړي زیاته کړه چې دا نښته د ځمکې پر سر شوې ده چې پکې دواړو قبیلو د یو بل ځینو کورونو ته اور هم ورته کړی دی.

په سیمه کې انتظامي چارواکو بیا ویلي چې د دواړو فریقېنو ترمنځ د ډزبندۍ لپاره هڅې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG