د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي اتحادیې پر روسيې نور بندیزونه ولګول


د اروپایي کمیشن مشره اورسولا فن دېر لېین
د اروپایي کمیشن مشره اورسولا فن دېر لېین

اروپایي ټولنې پر اوکراین د حملې له امله پر روسیې نور بندیزونه ولګول.

د دې نووو بندیزونو هدف تر ډېره د نورو هغو هېوادونو او کمپنيانو مخه نیول دي چې په غیر مستقیمه توګه له لګول شویو بندیزونو سرغړونه کوي.

د اروپایي کمیشن مشرې اورسولا فن دېر لېین د د جون پر ۲۱مه ویلي چې نوې بندیزونه به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین جنګي مشین ته یو بل ګوزار ورکړي او د کرېملین ملاتړ کوونکي ادارې به په نښه کړي.

اروپايي اتحادیه غواړي پر دې بندیزونو په عملي کولو سره د روسیې د جګړې د هڅو لپاره مهم توکي او ټیکنالوجي د هغو هېوادونو له لارې روسیې ته ونه رسېږي چې له دې اتحادیې سره تجارت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG