د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د یوې استادې د قتل په تور د هغې خاوند نیولی


وژل شوې استاده د سیمې د جینکو سکولونو معاینو افسره هم وه ـ پخوانی انځور.
وژل شوې استاده د سیمې د جینکو سکولونو معاینو افسره هم وه ـ پخوانی انځور.

د بنو پولیسو د نجیب الله په نوم یو تن په دومېل سیمه کې نیولی چې د پولیسو په وینا د خپلې مېرمنې د وژلو اقرار یې کړی دی.

د بنو پولیس وايي، دا تن تېره شپه له هغې وروسته له خېبره فرار شوی وو چې د هغه مېرمن رضوانه د چاقوانو په ګوذارونو وژل شوې وه او خاوند یې لادرکه وو. د پولیسو په وینا نیول شوي تن اقرار کړی چې خپله ښځه یې وژلې ده.

تر دې وړاندې د خېبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپریدي نن ( د جون پر ۱۷مه) خبر ورکړی وو چې تېر ماښام د یو سرکاري سکول استاده رضوانه د لنډي کوتل په میري خیلو کې د چړو په ګوذارونو وژل شوې ده او خاوند یې ورک دی.

رضوانه بیګم د جینکو سرکاري سکولونو معاینو لپاره د سب ډویژنل ایجوکشن افیسرې په توګه هم ګمارل شوې وه.

پولیس وایی هغه د بنو وه او له تېرو څو میاشتو راهیسې د سکول په استوګنیزه ودانۍ کې د خپل خاوند او څلورو بچو سره اوسېده.

ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وایي چې مړې یې د پوسټ مارټم لپاره په پېښور کې روغتون ته وړی دی.
پولیس وایي د پېښې په اړه یې شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG