د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۱۱۰ مېلیونه ته رسېدلی دی


د جګړې له کبله بې کوره شوي سوډانیان د چاډ له پولې سره نېږدې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو په انتظار دي - د مې نهمې انځور.
د جګړې له کبله بې کوره شوي سوډانیان د چاډ له پولې سره نېږدې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو په انتظار دي - د مې نهمې انځور.

ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې ۱۱۰ مېلیونه خلک داسې دي چې په زور له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي او دا د کډوالو یو رېکارډ شمېر دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د جون پر ۱۴مه وویل، په اوکراین کې د روسیې جګړه، له افغانستانه د خلکو کډوالېدل او د سوډان جګړه هغه څه دي چې له کبله یې په نړۍ کې د کډوالو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی دی.

د یو اېن اېچ سي ار په خبره، د اوکراینیو کډوالو شمېر ۵۷ لکه دی او د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر هغه هېواد د روسیې یرغل تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په تر ټولو زیاته چټکۍ ورڅخه د خلکو د وتلو سبب شول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندي په جېنیوا کې خبري غونډې ته وویل چې په نړۍ کې "۱۱۰ مېلیونه وګړي د جګړې، ځورونې، توپیرپالنې، تاوتریخوالي او یوشمېر نورو وجوهاتو، په ځانګړي ډول، د اب و هوا بدلون د اغېز له کبله د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي."

یو اېن اېچ سي ار زیاتوي چې په ترکیه کې ۳۶ لکه کډوال، په ایران کې ۳۴ لکه، په کولومبیا کې ۲۵ لکه، په جرمني کې ۲۱ لکه او په پاکستان کې ۱۷ لکه کډوال اوسي. په پاکستان او ایران کې زیاتره کډوال افغانان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG