د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر وايي اوکرایني ځواکونه د روسیو پوځیانو پر وړاندې جګړه کې پرمختګ کوي


ستولتنبرګ د جون پر ۱۳مه له بایډن سره تر لیدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال.
ستولتنبرګ د جون پر ۱۳مه له بایډن سره تر لیدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال.

د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ ویلي، اوکراین د روسيو یرغلګرو پرضد په ځوابي عملیاتو کې پرمختګ کوي.

داراز نوموړي وړاندوينه کړې چې د ناټو مشران به راتلونکې میاشت په خپله غونډه کې له کییف سره پوځي مرستې زیاتې کړي.

ستولتنبرګ دا څرګندونې د جون پر ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې له امريکايي ولسمشر جو بایډن سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

دواړو مشرانو تر هغه وروسته ملاقات کړی چې د جون پر ۱۳مه سهار وختي د اوکراین د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي پر پلرني ښار د روسیو توغندیو په بریدونو کې ۱۱ کسان ووژل شول.

ستولتنبرګ په داسې حال کې واشنګټن ته سفر کړی چې اوکراین هڅه کوي د روسيو ځواکونو پرضد تر اوږد ځنډ وروسته د ځوابي عملياتو د یوې برخې په توګه لاندې شوې سيمه بیرته ونيسي. "هغه ملاتړ چې موږ یې په ګډه له اوکراین سره کوو، اوس د جګړې په ډګر کې بدلون راولي ځکه چې اوکراینیانو تهاجمي عمليات پيل کړې دي."

بل خوا بایډن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له ناټو سره د امريکا ژمنتيا خورا قوي ده او د ناټو متحدین به د لېتوانیا په مرکز وېلنییس کې د غونډې پر مهال "هغه حرکت ته وده ورکړي."

اخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له کرېملنه په یوه ټېلېويژني خبري غونډه کې له روسيو خبریالانو او بلاګرانو سره خبرې کړې دي.

نوموړي دعوه کړې چې د اوکراین "ځوابي عمليات ناکامه شوي" او په وینا یې، کییف د مسکو پرتله له ۱۰ چنده زياتو زیانونو سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG