د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا له هنده د ټېسټ کرکټ اتلولي ګټلې ده


اسټرالیايي لوبغاړي د اتلولۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي - د جون ۱۱مې انځور.
اسټرالیايي لوبغاړي د اتلولۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي - د جون ۱۱مې انځور.

اسټرالیایۍ لوبډلې په ټېسټ کرکټ سیالۍ کې هند ته په ۲۰۹ منډو په ماتې ورکولو د کرکټ د نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو د اتلولۍ پایلوبه ګټلې ده.

د لندن په اوول میدان کې د جون له اوومې څخه تر ۱۱مې پورې په لومړۍ پاڼۍ کې اسټرالیا ۴۶۹ او په دویمه کې یې ۲۷۰ منډې وکړې.

هندۍ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۶ او په دویمه کې ۲۳۴ منډې وکړې.

په سیالۍ کې د اسټرالیا ټریوېس هېډ ۱۶۳ او سټیو سمېت ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG