د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې یو پولیس والا وژل شوی دی


په ورستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ساتونکو او پولیسو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی انځور.
په ورستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ساتونکو او پولیسو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د مومندو په خانکا سیمه کې وسلوالو یو پولیس سرتیری وژلی دی.

د مومندو پولیس چارواکو نن (د جون پر ۱۰مه) مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی سپاهي د بره ساګي تحصيل د ساپو اوسېدونکی وو چې بېګا ناوخته ناپېژندل شویو وسلوالو په ګولیو وويشت. پولیس وايي سپاهي هغه وخت ډیوټي کوله.

ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د پېښې ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې په ورستیو کې پر امنیتي ساتونکو او پولیسو بریدونه زیات شوي دي. د بریدونو خلاف ځايي اوسېدونکو وخت په وخت احتجاجي مظاهرې هم کړي دي خو حکومت او امنیتي ادارې وايي چې د امن پر ځای کولو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG