د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان دولتي سرچینو د لسګونو افغانانو د نیولو خبر ورکړی


دا سیند د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحد تېرېږي: د ارشیف انځور
دا سیند د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحد تېرېږي: د ارشیف انځور

په تاجکستان کې یو شمېر دولتي سرچیني وايي، د افغانستان د پخوانیو پوځیانو په ګډون په لسګونو افغانان د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د مشال راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې دغه افغانان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د تصفیې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د تاجکستان چارواکو په رسمي ډول تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

د مشال راډیو تاجکستان څانګې ته ځینو سرچینو پرون (د جون پر نهمه) دغه راپور تایید کړی او ویلي یې، له ځینو توقیف شویو سره وسلې هم نیول شوي او پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوي دي. دا لا معلومه نه ده چې دقیقاً څو کسان نیول شوي دي؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG