د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فضاګټ کې مېرمنو ته د عکاسۍ او ویډیو جوړولو روزنه ورکړل شوه


د کورس روزونکې وايي، د عکاسۍ او ویډیو جوړولو دا کورس ګټور وو: انځور جون ۶، کال ۲۰۲۳
د کورس روزونکې وايي، د عکاسۍ او ویډیو جوړولو دا کورس ګټور وو: انځور جون ۶، کال ۲۰۲۳

په پاکستان کې د امریکا د سفارت په مالي مرسته د خېبر پښتونخوا په سوات کې ځايي نجونو او مېرمنو ته د عکاسۍ او ویډیو جوړولو پنځه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

د روزنې دا لنډمهاله کورس د سوات په فضاګټ سیمه کې پرانېستل شوی وو چې پکې ۱۶ هغو مېرمنو او نجونو برخه واخیسته چې له عکاسۍ او ویډیو کلیپونو جوړولو سره یې علاقه لري. دوی ته دا روزنه د مېرمنو د حقونو لپاره یوې کارکوونکې ټولنې ورکوله چې مالي مرسته یې د امریکا سفارت په غاړه اخېستې وه.

هېلېن په سوات کې د سېک مذهب سره تړاو لرونکې نجلي ده او په لسم صنف کې زده کړې کوې. نوموړې چې په یاد کورس کې یې برخه اخېستې وه، مشال راډیو له یې وویل چې د عکاسۍ او ویډیو جوړولو نوې طریقې یې زده کړلې.

د ورکشاپ یوه څنډه
د ورکشاپ یوه څنډه

هغه وايي: " ما په خپل تېر ژوند کې کله په داسې مسلکي ډول کېمره په لاس کې نه وه اخېستې. په دې ورکشاپ کې راته په اول ځل معلومه شوه چې د عکس اهمیت څه دی؟ په دې هم پوهه شوم چې د هر عکس شاته یوه لویه کیسه پرته وي."

مدني فعاله عذرا نفیس چې د ورکشاپ له ګډونوالو څخه یوه وه، مشال راډیو ته یې وویل، ښځو ته لږه ګرانه وي چې هغه ستونزې نورو ته بیان کړي چې دوی ورسره لاس او ګرېوان وي. هغه وايي، له دې ورکشاپ سره به هغوی وتوانېږي چې د عکاسۍ او ویډیو په ذریعه نورو ته د ښځو مسایل وړاندې کړي او که ورته مشکل وي نو خپل هویت هم پټ ساتلی شی.

هغه وايي: "نن سبا د سوشل میډیا دور دی، که مېرمنې په مسلکي ډول د عکس اخیستو او د ویډیو جوړولو هنر زده کړي، نو دوی کولی شي، پر فیس بک، انسټاګرام، ټیک ټاک او نورو دریځونو باندې د مېرمنو مسایل وړاندې کړي."

د یاد ورکشاپ یوه روزونکې وږمه فیروز وايي، له دې اقدامه یې موخه دا وه چې ښځې په خپله خپله او د نورو ښځو کیسه وړاندې کړلی شي. هغه وايي: "که مېرمنې روزنه ترلاسه کړي، بې د بل چا له مداخلې به د خپلې کیسې د وړاندې کولو هنر په لاس کې ولري. موږ به د ټولو نجونو راپورونه میاشت پس په اسلام اباد کې په یو بل ورکشاپ کې ګورو او جاج به یې اخلو."

وږمه فیروز وايي، د اسلام اباد غونډې ته به د ملک د معتبرو رسنیو استازي هم ورغواړي چې د دغو مېرمنو راپورونه وګوري، جاج یې واخلي او د یو بل سره یې پېژندګلوي هم وشي.

د ورکشاپ جوړونکیو، په دې کورس کې برخه اخیستونکیو مېرمنو ته سندونه هم ورکړل. برخه اخیستونکې مېرمنې خوشاله وې چې د عکاسۍ او لنډو فلمونو او راپورونو جوړولو هنر یې تر څه بریده زده کړلو.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG