د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کچې په اړه د یوه ګډ ټیم د جوړولو په تمه دی


د افغانستان د هېلمند ولايت په کجکي ولسوالي کې "کجکي بند" ــ انځور له ارشيفه
د افغانستان د هېلمند ولايت په کجکي ولسوالي کې "کجکي بند" ــ انځور له ارشيفه

د ایران کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کچې په اړه د یوه ګډ ټیم د جوړولو په تمه دی.

احمد وحیدي د مې پر ۲۹مه ايراني رسنیو ته وویل چې که په بندونو کې اوبه وي، نو طالبان باید د ایران حق ورکړي او که نه وي، نو د ده په خبره، دا موضوع باید د دوی لپاره روښانه شي.

هغه زیاته کړه چې د ايران کارپوهان په دې باور دي چې په بندونو کې اوبه شته، خو د ده په وینا، طالبان بيا وايي چې اوبه نه شته.

وحيدي وويل چې دوی د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو په هیله دي چې بندونه وګوري.

ایرانيو چارواکو یو وار بیا په داسې حال کې پر خبرو ټینګار کړی چې د مې پر ۲۷مه د دواړو هېوادونو پر پوله سخته جګړه وشوه. ایراني چارواکو تایید کړې چې له طالبانو سره په نښته کې يې یو پوله ساتی عسکر وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دي. طالبانو هم په نښته کې د خپل یوه جنګيالي د وژل کېدو تصديق کړی دی.

د افغانستان د هېلمند سیند اوبه د ایران سیستان بلوچستان ولایت ته بهېږي چې له یوشمېر کلونو راهیسې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت ښکار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG