د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګجرات او چېنای د ای پي اېل پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي


د چېنای سوپر کېنګز لوبغاړی د ګجرات ټایټنز د بیټر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د مې ۲۳مې انځور.
د چېنای سوپر کېنګز لوبغاړی د ګجرات ټایټنز د بیټر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د مې ۲۳مې انځور.

ګجرات ټایټنز او چېنای سوپر کېنګز د هند د ۲۰ اووره کرکټ د غوره لیګ (انډیین پریمییر لیګ یا ای پي اېل) په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې وه چې پایلوبه د مې پر ۲۸مه وشي خو په احمد اباد کې د باران له وجې پیل نه شوه او بیا د سیالي منتظمینو او څارونکو وویل چې سیالي د مې تر ۲۹مې ځنډوي.

د ګجرات په احمد اباد کې نننۍ سیالي د پېښور له وخت سره سم ماښام اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

د ګجرات ټایټنز په لوبډله دوه افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال هم شامل دي.

د مهېندر سېنګ دوني په مشرۍ چېنای سوپر کېنګز تر دې مخکې ۱۰ ځلې د هند غوره لیګ پایلوبې ته لار موندلې او څلور ځلې یې جام ګټلی دی.

د هردېک پانډیا په کپتانۍ کې ګجرات ټایټنز لوبډله له دوو کلونو راهیسې په ای پي اېل کې ده او په ۲۰۲۲ز کال کې جام ګټلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG