د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې د واورې ګټ راپرېوتو نهه کسان وژلي


د پاکستان په شمالي سیمو کې سرو کال پر غرونو واورې پرتې وي.
د پاکستان په شمالي سیمو کې سرو کال پر غرونو واورې پرتې وي.

د ګلګت بلتستان په استور ضلع کې د واورې ګټ راپرېوتو د ماشومانو او ښځو په ګډون نهه کسان وژلي او ۲۵ یې ژوبل کړي دي.

د پاکستان ډان رسنۍ د ديامير پوليسو مرستيال مشر طفيل مير له خولې وايي چې د مې پر ۲۷ سهار وختي د سختو بارانونو له کبله په شونټر تحصيل کې د واورې ګټ راپريوتی دی.

نوموړی وايي په پېښه کې له کشمير سره تعلق لرونکې کورنۍ زيانمنه شوې ده.

د ګلګت بلتستان اعلا وزير خالد خورشيد په خپل يو ټويټ کې پر ياده پېښه خپګان ښودلی او د ژغورنې ادارو ته يې امر کړی چې زر تر زره ځان د پېښې ځای ته ورسوي.

خو پاکستاني رسنۍ د ديامير پوليسو د مرستيال مشر په حواله وايي چې د پېښې ځای ته په رسېدو کې ډېر مشکلات دي.

د ده په خبره دا ځکه چې دغه لرې پرته سيمه ده او هلته تلونکې لارې خرابې دي او په سيمه کې د مواصلات نظام هم نشته.

ياده دې وي چې مخکې هم د پاکستان په واورينو سيمو کې داسې پېښې رامنځته شوې دي چې پکې ډېرو کسانو ته مرګژوله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG