د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د تورخم نوي ټرمینل او سړک جوړولو چارې جولای کې بشپړېږي


په تورخم کې د سوداګریزو اسانتیاوو نه شتوالي له کبله اکثر ګڼ مال وړونکي ګاډي تر ورځو، ورځو انتظار باسي - پخوانی انځور.
په تورخم کې د سوداګریزو اسانتیاوو نه شتوالي له کبله اکثر ګڼ مال وړونکي ګاډي تر ورځو، ورځو انتظار باسي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پوځ د رسد او تعمیراتي چارو ملي ادارې (نیشنل لاجېسټک سېل) ويلي چې په جولای کې به په تورخم کې د ۱۶ اربه روپيو تعمیراتي پروژه بشپړه شي.

د ادارې عمومي مشر او پخواني کرنل عزيز خټک د مې پر ۲۱مه مشال راډيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د ټرانزېټ سوداګرۍ د ټولو چارو د انتظام (انټېګرېټډ ټرانزېټ ټرېډ مینېجمېنټ) په نوم په پروژه کې د نوي ټرمینل، دهلېز، پراخو سړکونو، د ګاډو درولو ځای او د کډوالو دفتر جوړول شامل دي.

يو سوداګر نجيب خان مشال راډیو ته وويل چې له دې سره به پر تورخم د پاکستان او افغانستان ترمينځ تجارتي چارې منظمه او اساني شي.

د خيبر پښتونخوا سوداګر اکثر شکایت کوي چې پر تورخم د اسانتیاوو د نه شتوالي له امله له يوشمېر مشکلاتو سره مخامخ دي.

اېن اېل سي وايي، د تعمیراتي چارو له بشپړېدو سره به د مرکزي اسیا له هېوادونو سره هم سوداګري پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG