د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسې له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې ده


ولسمشر زېلېنسکي د مې پر ۱۴مه په پاریس کې له ولسمشر مکرون سره ولیدل.
ولسمشر زېلېنسکي د مې پر ۱۴مه په پاریس کې له ولسمشر مکرون سره ولیدل.

فرانسې د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره د روسیې پر وړاندې د نوي پوځي ملاتړ ژمنه کړې ده.

کییف او پاریس د مې پر ۱۴مه فرانسې ته د زېلېنسکي تر سفر وروسته په ګډ بیان کې ویلي دي چې نوي پوځي تجهیزات به د اوکراین د سمدستي او ضروري اړتیاوو پر اساس تیار شي چې د هغه هېواد د دفاع پیاوړې کولو لپاره اړين دي.

په بیان کې راغلي چې فرانسه به د روسیې د حملو پر وړاندی د اوکراینیو وګړو د حفاظت لپاره د هوايي دفاع پیاوړې کولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

خو فرانسې په ګډ بیان کې د نویو پوځي مرستو تفصیل نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر زېلېنسکي د جرمني او اېټالیا تر سفر وروسته په ناڅاپي ډول پاریس ته ولاړ او هلته یې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره درې ساعته خبرې وکړې.

زېلېنسکي وویل، د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره هر ملاقات د اوکراین دفاعي او یرغلیز یا تهاجمي وړتیاوې پراخوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG