د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او سري لنکا راتلونکې میاشت کرکټ سیالۍ پيلوي

د افغانستان او سري لنکا ترمنځ د يوې پخوانۍ لوبې انځور
د افغانستان او سري لنکا ترمنځ د يوې پخوانۍ لوبې انځور

د افغانستان او سري لنکا کرکټ لوبډلې به د جون له درېيمې څخه له يو بل سره ۳ پنځوس اووره سیالۍ کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د مې پر لسمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه اعلان وکړ چې افغان کرکټ لوبډله به د دې سیاليوو لپاره د جون په میاشت کې سري لنکا ته ځي او د کوربه لوبډلې سره به ۳ یو ورځنۍ سیالۍ کوي.

کرکټ بورډ ویلي، سیالۍ د جون پر دویمه، څلورمه او اوومه نېټه د سري لنکا په همبانټوټا ښار کې کېږي. دا له سري لنکا سره د افغان لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبلړۍ ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG