د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګودر ځاځی وايي پر موسيقۍ بنديز نه شي لګېدای


ګودر ځاځی وايي پر موسيقۍ بنديز نه شي لګېدای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:15 0:00

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی ګودر ځاځی دی. ده له سندرغاړي جاوېد اميرخېل سره په ګډه يوه ولسي سندره ويلې او په تېر وړوکي اختر کې یې خپره کړې وه. ځاځی وايي سندره يې د ټولنيزې ميډيا له لارې زياتو خلکو ته ورسېده او هغوی خوښه کړه. طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر موسیقۍ محدودیتونه ولګول چې له کبله یې د ځاځي په ګډون یوشمېر هنرمندانو هېواد پرېښود. خو نوموړی په دې اند دی چې د موسيقۍ او سندرې مخه نه شي نيول کېدای. د ګودر ځاځي دا خبرې او د یوشمېر سندرې یې په خپرونه کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG