د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن د امريکا راتلونکو ولسمشريزه انتخاباتو ته د بيا نوماندۍ اعلان کړی


جو بايډن په ۲۰۲۰ز کال کې د امريکا ولسمشر منتخب شوی وو ــ انځور له ارشيفه.
جو بايډن په ۲۰۲۰ز کال کې د امريکا ولسمشر منتخب شوی وو ــ انځور له ارشيفه.

د امريکايی ولسمشر جو بایډن په رسمي توګه اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ز کال ولسمشريزه انتخاباتو ته بيا ځان کانديدوي.

نوموړي دا اعلان د ويډيو له لارې کړی چې د اپرېل پر ۲۵مه نېټه خپره شوې ده.

بايډڼ پر رايو ورکونکو غږ کړی چې نوموړي ته دې نور وخت ورکړي چې خپل "کارونه بشپړ" کړي او هغوی دې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امريکا تر ټولو زیات عمر لرونکي ولسمشر د موضوع په اړه خپلې اندېښنې د څلورو کلونو لپاره يو طرف ته کړي.

بايدڼ دا وخت ۸۰ کلن دی او دا وخت په امريکا کې دننه د هغه د زیات عمر په اړه اندېښنې پيدا شوې دي.

بايډن به د خپل ډیموکراټ ګوند له خوا د نوماند سيالي په اسانه وګټي ځکه چې په ګوند کې يې د مقابلې لپاره کوم جدي مخالفه نوماند نه شته، خو هغه وېشل شوي هېواد ته په کتو نوموړي ته اوس هم د ولسمشرۍ پر څوکۍ د پاتې کېدو لپاره سخته مبارزه ګوري.

بايډن په ۲۰۲۰ز کال کې د امريکا ولسمشر منتخب شوی وو او ټاکل شوې چې په هغه هېواد کې د ولسمشرۍ لپاره راتلونکې انتخابات په ۲۰۲۴ز کال کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG