د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین په یو روغتون کې په اورلګېدنه کې ۲۹ تنه وژل شوي دي


په بیجنګ کې له روغتون سره نېږدې یو امبولانس ولاړ دی - د اپرېل ۱۹مې انځور.
په بیجنګ کې له روغتون سره نېږدې یو امبولانس ولاړ دی - د اپرېل ۱۹مې انځور.

د چین د پلازمېنې بیجنګ په یوه روغتون کې د اور لګېدنې په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۹ ته رسېدلی دی.

د هغه ښار یوه چارواکي د اپرېل پر ۱۹مه ویلي چې اور د سې شنبې (نهې) پر ماسپښین د بیجنګ د فېنګتای ولسوالۍ په چینګفېنګ روغتون کې ولګېد چې تر نیم ساعت وروسته ووژل شو.

د هغې ولسوالۍ د ښاروال مرستیال لي زونګرونګ په خبري غونډه کې پر پېښه د "سختي خواشینۍ" څرګندونه کړې ده.

د بیجنګ د عامه امنیت ادارې چارواکي سون هایتاو ویلي دي چې په اورلګېدنه کې یې د ککړتیا په تور د روغتون د رییس په ګډون ۱۲ مشکوک کسان نیولي دي او ورڅخه پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG