د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پر خېرسون په برید کې ۷ کسان ژوبل شوي دي


د مارچ پر ۲۶مه له بخموت ښار سره نېږدې د روسیو پوځیانو تر بمبارۍ وروسته له ودانیو لوګي خېژي.
د مارچ پر ۲۶مه له بخموت ښار سره نېږدې د روسیو پوځیانو تر بمبارۍ وروسته له ودانیو لوګي خېژي.

د اوکراینیو او روسیو ځواکونو ترمینځ د مشرقي ښار بخموت په ګډون د اوکراین په یوشمېر برخو کې تازه نښتې شوې دي.

د خېرسون سیمې پوځي مشر اولېکساندر پروکودین د اپرېل پر اوومه پر ټېلېګرام وویل، روسيو پوځیانو هلته برید کړی.

د ده په خبره، له لومړنیو معلوماتو سره سم، " په برید کې د خېرسون سیمې اووه اوسېدونکي ټپي شوي دي."

خېرسون د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې اوکراینيو ځواکونو ازاد کړی خو کییف وايي، روسي ځواکونه د دنیپر سیند له غاړې پر ښار او سیمې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

له یوې میاشتې راهیسې د ختیځ دونېڅک سیمې په بخموت ښار کې روانه جګړه ورځ تر بلې خونړۍ کېږي خو په عین حال کې هغه ښار د کییف د مزاحمت یو علامت هم ګرځېدلی دی.

هلته بیا د روسیې د شخصي واګنر ملېشو مشر اېوګیني پرېګوژېن ویلي چې د ښار په غربي برخه کې جګړه روانه ده خو "دښمن پر خپل ځای ولاړ دی."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG