د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسرت هلالي د پېښور های کورټ د چيف جسټس په توګه سوګند واخيست


د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په ګورنر دفتر کې له مېرمن هلالي څخه سوګند واخيست.
د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په ګورنر دفتر کې له مېرمن هلالي څخه سوګند واخيست.

جسټس مسرت هلالي د اپرېل پر لومړۍ نېټه په یوه دستوره کې د پېښور های کورټ د لومړۍ ښځینه چیف جسټس یا مشرې قاضیې په توګه لوړه وکړه.

د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په ګورنر دفتر کې له مېرمن هلالي څخه سوګند واخيست.

مسرت هلالي لومړۍ ښځه ده چې د پېښور های کورټ د مشرې قاضیې په توګه ټاکل شوې ده. نوموړې د قاضي قیصر رشید خان تر تقاعد وروسته نوې دنده پیل کړه.

دا تر هغې وروسته ده چې ولسمشر عارف علوي د هلالي نوم د پېښور های کورټ مشرۍ لپاره منظور کړ. د پاکستان دولتي خبري اژانس اې پی پي وايي، مسرت هلالي د رتبې له پلوه تر ټولو مشره ججه وه چې د پېښور های کورټ مشرۍ ته ونومول شوه.

مېرمن هلالي د پېښور های کورټ یوه جګپوړي قاضي ده او د پاکستان د قضايي کمېشن له خوا د یوه مستقل مشر قاضي تر ټاکل کېدو پورې به پر دې دنده کار کوي.

د اې پی پي اژانس په خبره، هغه د پاکستان دویمه قاضیه ده چې د هېواد د یوه های کورټ چیف جسټسه کېږي. تر هلالي مخکې طاهره صفدر د پاکستان لومړۍ ښځه ده چې د بلوچستان های کورټ مشره قاضیه وټاکل شوه. د بلوچستان های کورټ پر ووبپاڼه راغلي چې طاهره صفدر د ۲۰۱۸ز کال د سېپټېمبر له پیله د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر تر څلورمې پورې د هغه عدالت مشره قاضیه وه.

پېښور های کورټ پر خپله ووبپاڼه د مسرت هلالي لنډ ژوندلیک خپور کړی دی چې پکې راغلي چې هغه په ۱۹۶۱ز کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه او د پېښور پوهنتون له خیبر لا کالج (د قانون پوهنځي) څخه یې د وکالت بریلیک ترلاسه کړ.

تر دې وروسته هغې تر اوږدې مودې پورې د وکیلې په توګه دنده ترسره کړه.

د های کورټ ووبپاڼې په وینا، مسرت هلالي له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۰۴ز پورې د خیبر پښتونخوا د اېډېشنل سرکاري وکیلې په توګه دنده ترسره کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG