د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: د افغانستان تر ۱۹کلونو کم عمره لوبډله نن له بنګه دېش سره سیالي کوي


د افغانستان تر ۱۹ کلونو د کم عمرو لوبډلې لومړنۍ دواړه سیالۍ ګټلي دي ـ زوړ عکس
د افغانستان تر ۱۹ کلونو د کم عمرو لوبډلې لومړنۍ دواړه سیالۍ ګټلي دي ـ زوړ عکس

د افغانستان تر ۱۹ کلونو د کم عمره کرکټ لوبډله به نن خپله درېيمه سیالي له بنګله دیش سره ترسره کړي.

د افغان کرکټ ادارې په کوربتوب په دې درې اړخیزو سیالیو کې له یادې لوبډلې سره دا د افغانستان دویمه سیالي ده.

بنګالۍ لوبډلې خپلې لومړنۍ دواړه لوبې افغانستان او سریلانکا ته بایللي دي، خو افغان لوبډلې بیا په لومړنیو دواړو سیالیو کې بریاوې ګټلې دي.

دغه سيالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شي.

باید وویل شي دغه سیالۍ چې د مارچ په ۱۸مه نېټه پیل شوي دي د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG