د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سند له زندانونو ۱۹۰ نور افغانان خوشې شوي


د کراچۍ په يو زندان کې افغانان. دا انځور د ۲۰۲۲ کال د جولای د میاشت دی.
د کراچۍ په يو زندان کې افغانان. دا انځور د ۲۰۲۲ کال د جولای د میاشت دی.

د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۱۹۰ افغان بندیان له خوشي کېدو وروسته افغانستان ته واستول شول.

د دغو افغانانو وکيلې منیزې کاکړ د مارچ پر ۲۰مه پر ټويټر د خوشې شويو افغانانو د نومونونو لیست خپور کړی دی. هغې ويلي چې د مارچ پر شلمه، دا افغانان د چمن له لارې افغانستان ته ليږل شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت هم تاييد کړې چې خوشې شوي افغانان په کراچۍ کې د دوی قونصلر ته سپارل شوي دي. د وزارت مرستيال وياند، حافظ احمد ضيا تکل رسنيوو ته وويل چې تراوسه پورې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۸۹۳ افغان بندیان خوشې شوي دي.

بلخوا منیزې کاکړ پر ټويټر ليکلي‌چې لا هم ۳۰۰ افغانان د سند په جيلونو کې پاتې دي. د هغې په خبره اکثره دا افغانان د هستوګنې د قانوني اسنادو نه درلودو په تور نيول شوي دي خو ځيني پکې داسې هم دي چې پر قانوني اسنادو درلودو سربیره هم په زندان کې اچول شوي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې مخکې هم په سلګونو افغان د سند له زندانونو افغانستان ته استول شوي دي. ډيری دا خلک د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو لخوا د افغان حکومت تر نيولو وروسته د روزګار په لټون او درملنې لپاره کراچۍ او د سند نورو ښارونو ته تللي دي.

د بشري حقونو بېلابېلو نړيوالو ادارو او د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېشن په بیا پر سند حکومت غږ کړی چې افغانان دې نه نیسي. په ټولنيزو رسنيوو کې په جيلونو کې د افغان ښځو او ماشومانو د تصویرونو په خپرېدو سره د انټرنيټ کاروونکو هم نيوکې کړې دي خو د سند حکومت دریځ لري چې هر هغه څوک به خپل هېواد ته ستنوي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG