د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژوب کې د وژنو خلاف مظاهرچیانو د کوټې- ډېره اسماعیل خان لاره تړلې


د بلوچستان د ژوب یو انځور، له ارشیفه
د بلوچستان د ژوب یو انځور، له ارشیفه

د بلوچستان په ژوب کې یوشمېر مظاهرچیانو د کوټې او ډېره اسماعیل خان ترمینځ لویه لاره تړلې ده او د مارچ ۱۶مې برید کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکو د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې مظاهرچیانو له پرون ماښام راهیسې لاره تړلې او د اووه کسانو جسدونه یې پر سړک ایښي دي.

د پرلت له کبله دواړو خواوو ته ګڼ ګاډي درېدلي دي او مساپر له ستونزو سره مخامخ دي. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې د مظاهرچیانو مطالبې دې و منل شي او سړک دې ژر خلاص کړي. پر هغه بند سړک ولاړ د بلوچستان د استادانو اتحادیې پخواني مشر شادي خان جوګیزي مشال راډیو ته وویل، پېښه خو وشوه اوس پکې د عامو خلکو څه قصور دی؟ مظاهرچیان وايي، د اووه کسانو په وژنه کې ککړ کسان دې و نیول شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۱۶مه وسلوالو د ژوب د مرغه کبزۍ په غورلم سیمه کې یو کس احمد کبزی، د هغه دوه وروڼه، دوه زامن او دوه ساتونکي وویشل. له پېښې وروسته وسلوال له هغه ځایه و تښتېدل.

د ژوب تحصلیدار سهېل احمد د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې انتظامي چارواکي به نن له مظاهرچیانو سره خبرې پیل کړي.

نوموړي مخکې مشال راډیو ته ویلي وو چې د برید پلټنې یې پیل کړې دي. سهېل احمد ویلي ول چې کبزی فراري وو او له ځايي سردارانو سره یې بدي لرله. د کبزي کورنۍ لا په دې اړه څه نه دي وېلي. د احمد په خبره کبزی حکومت ته په "یوشمېر مقدمو کې مطلوب" وو. په سمدستي توګه معلومه نه ده چې د کبزي پرضد څه ډول مقدمې دایرې شوې وې. پر کبزي او کورنۍ یې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

له پېښې وروسته یو ځايي تنظیم، پاکستان پیس موومنټ، د پېښې په تړاو د نهو کسانو نومونه ضلعي چارواکو ته ورکړي او د هغوی د سمدستي د نیول کېدو غوښتنه کوي. دوی خبرداری ورکړی چې تر څو تورن کسان نه وي نیول شوي، تر هغې به احتجاج جاري ساتي او مړي به خاورو ته نه سپارل کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG