د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د کډوالو لپاره یې یوازې ۵۲ فیصده مرستې ترلاسه کړې دي


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو این ایچ سي ار) له خوا په عراق کې کډوالو ته ورکول کېدونکې مرستې - انځور له ارشیفه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو این ایچ سي ار) له خوا په عراق کې کډوالو ته ورکول کېدونکې مرستې - انځور له ارشیفه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو اېن ایچ سي ار) ویلي، د روان ۲۰۲۳ز کال لپاره یې په ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا په درو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د ۶۱۳ مېلیونه امریکایي ډالرو مرستې غوښتنه کړي.

د هغې ادارې ویاندې شیبا مانتو د مارچ پر ۱۴مه په جینیوا کې د خبري غونډې پر مهال د مرستو د طرحې تفصیل وړاندې کړ.

نوموړې وايي، له هېوادونو یې غوښتي چې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په طرحه کې راغلي چې له غوښتل شوې مرستې څخه به د نړۍ پر کچ ۷،۹ مېلیونه کډوال برخمن شي چې په دې کې ۵،۲ مېلیونه یې افغان کډوال دي.

د مانتو په خبره، له ترلاسه کېدونکو مرستو څخه یوه برخه د کډوالو کوربنو هېوادونو ته ورکوي چې چې هغوی کډوالو ته خدمات وړاندې کړي.

یو اېن اېچ سي ار ویلي، د نړۍ پر کچ د هغو کډوالو ۷۰ فیصده ښځې او ماشومان دي چې مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې د مارچ پر ۱۴مه ویلي، په ۲۰۲۲ز کال کې یې د مرستو غوښتنه کړې وه، خو له له هغې برخې یې یوازې ۵۲ فیصده ترلاسه کړې وې.

د دوی په وینا، د ۶۳۲ مېلیونه ډالرو غوښتنه یې کړې وه خو یوازې ۳۲۱ مېلیونه ډالره یې ترلاسه کړي وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه اداره له شته نیمګړتیاوو سره سره توانېدلې چې د سیمې په هېوادونو کې د ګڼو افغان کډوالو ملاتړ وکړي او له کوربه هېوادونو سره هم مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG