د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن کوټه ګلیډیېټرز او پېښور زلمي سیالي لري


د مارچ پر اوومه د اسلام اباد یونایټېډ لوبغاړي د ملتان سلطانز یو توپوهونکي (بیټر) په سوځولو خوشالي کوي.
د مارچ پر اوومه د اسلام اباد یونایټېډ لوبغاړي د ملتان سلطانز یو توپوهونکي (بیټر) په سوځولو خوشالي کوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې کوټه ګليډیېټرز او پېښور زلمي له یو بل سره لوبه لري.

د مارچ پر اتمه په راولپېنډۍ کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې، د مارچ پر اوومه دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې پېښور زلمي او بله یې اسلام اباد یونایټېډ وګټله.

په لومړۍ سیالۍ کې د پېښور زلمي لوبډله په لومړۍ توپوهنه کې په ۲۰۷ منډو وسوځېده. په ځواب کې د لاهور قلندرز ټول لوبغاړي په وروستي اوور کې په ۱۷۲ منډو وسوځېدل.

تر دې وروسته په دویمه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ ملتان سلطانز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې ۲۰۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبدله له ستونزو سره مخامخ شوه خو فهیم اشرف په خپله تېزه توپوهنه په وروستیو اوورونو کې هدف ته نېږدې شو او په اخري اوور کې یې سیالي وګټله.

په هغو سیالیو کې لومړی مقام د لاهور قلندر لوبډلې دی چې ۱۲ شمېرې یا پواینټونه یې ترلاسه کړي دي. د مارچ اوومې سیالۍ له ګټلو سره د اسلام اباد یونایټېډ شمېرې هم ۱۲ شوې خو د ټولو منډو د کچ (نېټ رن رېټ) کموالي له کبله پر دویم مقام ده. تر دې وروسته ملتان سلطانز په اته پواینټونو پر درېیم مقام ده او پېښور زلمي هم په اتو شمېرو خو کم رن رېټ څلورم ځای نیولی دی. کراچۍ کېنګز په څلورو پواینټونو پر پینځم او کوټه ګلیډیېټرز پر شپږم مقام دي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG